PastShow all
په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان مسؤل د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.
په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) ادارې مشر ډاکتر عبدالمتین سهاک د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې، چې د لوړو زده کړو وزارت. . .
ننګرهار پوهنتون کې د مضره حشراتو پر ضد د دوا پاشۍ کمپاین ترسره شو.
د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس کې د ماشو، مچانو او نورو مضره حشراتو او همدارنګه د ونو او بوټو د غوړکي مرض پر ضد ددې پوهنتون د مشرتابه په لارښوونه او د ننګرهار کانال او زراعت ریاستونو. . .
ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د غبرګولي په ۴مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو بیاکتنه او ارزونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه ننګرهار پوهنتون ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح په ملتیا د ننګرهار پوهنتون د. . .
د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي د ۴ کادري بستونو لپاره له ۳۴ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د غويي په ۳۱مه نېټه د امام ابوحنیفه (رح) په تالار کې په داسې حال کې واخیستل شوه، چې د پوهنتون د مشرتابه، مرستیالانو او د ژورنالېزم پوهنځي د مسؤلینو او استادانو سربېره د. . .
د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید. . .
د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.
په یادو کاري مجلسونو کې، چې د پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو. . .
ننګرهار پوهنتون کې د چاپېريال ساتنې او پاککارۍ کمپاين ترسره شو.
یاد کمپاین د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د جلال آباد ښاروالۍ په تخنیکي مرسته د غويي په ۲۷مه ددې پوهنتون په مرکزي کمپس کې ترسره شو، چې د پوهنتون. . .
د کرکټ بورډ له خوا پیل شویو سیالیو کې د ننګرهار پوهنتون لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله.
ننګرهار پوهنتون لوبډلې په پرله پسې توګه خپله درېیمه لوبه هم وګټله او په دې توګه یې د ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د ننګرهار څانګې له خوا په دې. . .