PastShow all

شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۸:۴۸
Background image

ننګرهار پوهنتون سره ۲۱۰۰ زینتي بوټو مرسته وشوه.

 

د نيالګيو ياده مرسته د اقتصاد پوهنځي فارغ نصیب الله رحیمزي له خوا د کرنې ریاست په همکارۍ شوې وه، چې د نوموړي له خوا د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي ته. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۸:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د تدریسي خونو د بیارغونې چارې پیل شوې.

 

په یادو رغنیزو چارو کې د تدریسي خونو د ترمیم تر څنګ د ټولګیو تجهیز هم شامل دی، چې د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د نږدې ۷ سوه زره افغانیو په مالي مرسته ترسره کېږي، چې چارې به یې په دوه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۸:۴۲
Background image

د شپې پوهنځيو پروګرام مسؤلينو او محصلینو د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.

 

د ننګرهار پوهنتون د شپې پوهنځیو پروګرام مسؤلینو او د یادې دورې د محصلینو استازو په دوه جلا ناستو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او مرستیالانو سره ولیدل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۸ - ۸:۲۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۰ تحصیلي کال د وروستي سمستر ازموينې پيل شوې.

 

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، نوموړې ازموینې چې درې اوونۍ به دوام وکړي، په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې او شپې او ماسترۍ پروګرامونو د څه دپاسه پنځلس زرو تنو محصلینو ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۸:۵۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو او د جوبایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې اعتراضیه غونډه وشوه.

 

یاد کنفرانس د کب په ۲مه نېټه ددې پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، چې ویناوالو په کې د امریکايي چارواکو له خوا د افغانستان د بې وزله ملت د شتمنیو د کنګل کولو د ناوړه اغېزو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۸:۴۶
Background image

ننګرهار پوهنتون سره د ۱۳۰۰ مېوه لرونکو او زینتي بوټو مرسته وشوه.

 

د نيالګيو ياده مرسته د الفلاح پوهنتون، پولټري ډاکترانو ټولنې او د ټولنیز فعال انجنیر مکرم خان له خوا شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه ته د سپارلو تر څنګ یې د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۸:۴۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سيالۍ د ساینس پوهنځي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

 

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ یوه اوونۍ وړاندې د پوهنتونونو د تدریسي بهیر د پیلېدو په ویاړ د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د لوبډلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۸:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون د ازموینو کمېټې غړو ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ غونډه وکړه.

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال مجلس ته د وینا پر مهال د ازموینو د مرکزي کمېټې د مشرتابه او غړو د تېرو کړنو او فعالیتونو مننه وکړه، چې له امله یې د پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۹:۳۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون د کرنې او ساینس پوهنځیو نوي تدریسي مدیران د یادو پوهنځیو منسوبینو ته ور وپېژندل شول.

 

ریحان الله تسل د کرنې او سمیع الحق ایثار د ساینس پوهنځيو د نويو تدریسي عمومي مدیرانو په توګه د دلوې په ۲۸مه نېټه د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال. . .

Pagination

User account menu