PastShow all
ننګرهار پوهنتون کې یوه حلقه ژوره څاه له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياده څاه د النور په نوم خيريه بنسټ د نږدې سل زره افغانیو په مالي مرسته د ساینس پوهنځي لپاره جوړه شوې ده.
د يادې څاه د پرانيستې په مراسمو کې د لوړو زده. . .
د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!
د ننګرهار پوهنتون رهبري، استادان، محصلین او ټول منسوبین د پکتیکا او خوست ولایتونو په وروستۍ زلزلې، چې په کې زمونږ زیات هېوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شول، خپله ژوره خواشیني. . .
ننګرهار پوهنتون کې د ستراتېژیک پلان، احصایې او راپورونو ترتیبولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست په نوښت د غبرګولي په ۳۰مه نېټه د دې پوهنتون د غونډو په تالار (ادیتوریم) کې جوړ شو، چې د ننګرهار پوهنتون سربېره د ختیزو. . .
د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې د څلورمې دورې فارغانو د پروژو دفاع لړۍ پیل شوه.
د ننګرهار پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ساينس پوهنځي له يادې څانګې په څلورمه دوره کې ۶۶ تنه فارغېږي.
په همدې مناسبت د ساينس پوهنځي تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د. . .
د ننګرهار پوهنتون د پسرلني سمستر ازموینې به د غبرګولي په ۲۶مه نېټه پیل شي.
یادې ازموینې، چې نږدې درې اوونۍ به دوام وکړي، په دوو شفټونو کې (د سهار له ۷ تر ۹ بجو او د ۱۰ تر ۱۲ بجو) او د شپې پوهنځیو او ماسترۍ او دکتورا پروګرامونو ازموینې به د مازیګر له ۴ تر ۶. . .
ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.
د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوی ؤ.
د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر. . .
پیاوړی جراح او د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د عمومي جراحي څانګې استاد پوهنوال ډاکتر برات مهرزی هېواد ته راستون شو.
نوموړي د تېر نظام په اواخرو کې د امنیتي ستونزو او ګواښونو له امله هېواد پرې ایښی ؤ، چې د ا.ا په راتګ او په هېواد کې د سرتاسري سولې له ټینګښت وروسته یو ځل بیا هېواد ته راستون شو.
د. . .
د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.
په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د. . .
ننګرهار پوهنتون کې د واليبال سيالۍ د انجنیري پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ د ننګرهار پوهنتون د واليبال منتخبې لوبډلې د غوراوي په موخه د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د لوبډلو تر منځ دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې.
د. . .