د محصلانو چارو معاونيت

د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو اړوندې چارې تنظیموي. د محصلینو اړوند پالیسۍ جوړول، د فراغت اسنادو وېش او ساتل، د محصلینو نوملیکنه، لیلیو ته معرفي کول، تبدیلي، تاجیل، سپورت او نورې چارې سرته رسوي.

د محصلانو چارو مرستیال د لاندې دندو پر ترسراوي مکلف دی:

  1. د محصلانو چارو په برخه کې د پوهنتون رييس سره مرسته کول او د يادو چارو د ښه والي لپاره د مشورې ورکول.
  2. د محصلانو چارو معاونيت پورې د اړوندو بنسټونو د چارو او فعاليتونو رهبري او څارنه کول.
  3. په پوهنځيو کې د درسي وضعې د ښه والي لپاره د اړينو تدابيرو نيول.
  4. د محصلانو پورې د اړوندو مقررو، لوايحو او طرزالعملونو ارزونه او بررسي کول او د اړتيا پر مهال د هغو د تعديل طرحه وړاندې کول او لوړو مقاماتو ته يې وړانديز کول.
  5. د ازموينو لايحې په پيش بيني شوي وخت کې د ازموينو څارنه کول.
  6. د پوهنتون د کلني اکاډميک مهالوېش جوړول او د تصويب په موخه يې په خپل وخت د پوهنتون علمي شورا ته لېږل.
  7. د منل شويو معيارونو سره سم د نويو محصلانو د منلو، د محصلانو د نتايجو ثبتولو، اکاډميک تاجيل، د ازموينې د محرومانو تثبيت او د غايبو او ناکامو محصلانو د منفکولو په اړه د وړ کړنې ترسره کول.
  8. د اداري مرستيال په مرسته محصلانو ته له ټولګي څخه بيرون د سالمو بوختياوو لکه ورزش، هنري فعاليتونو، ټولنيزې او ټولګټې روزنې د زمينې برابرونې په خاطر د لازمو اقداماتو طرحه او عملي کول.
  9. د محصلانو پورې د اړوندې احصاييې او ارقامو پوره کول.
  10. د محصلانو د عملي او ساحوي کارونو د ترسره کولو لپاره د لازمو امکاناتو برابرول.
  11. د اړوندو کمېټو رياست.
  12. د ديپلومونو، تحصيلي تصديقونو او ترانسکريپت د تکميل او صادرولو په اړه د اړينو اجرااتو کول.
  13. محصلانو ته د هويت کارتونو برابرول او ويشل او له فراغت وروسته يې ترې بېرته راټولول.
  14. د نظم او دسپلين د لايحې طرحه او تطبيق.
  15. د پوهنتون رياست مقام او علمي شورا ته د کلنيو کړنو راپور ورکول.
  16. د محصلانو په برخه کې د لوړو زده کړو د علمي شورا د پرېکړو د اجرا او تطبيق څخه څارنه کول.
  17. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د قانون او د پوهنتون د جاري اصولو له مخې نوموړي ته سپارل کېږي.picture