ننګرهار پوهنتون کې د کتابونو او قلم په شکل د جوړ شوي څلي پرانیسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون او سلام پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه!

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي فراغت غونډې یوه څنډه!

د ننګرهار پوهنتون د رئيس پيغام

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

شيخ انعام الله مدني

د ننګرهار پوهنتون رئيس

 

 

 

تازه خبرونهنور دلته

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۲:۴۱
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته په جزایي قضیه کې د ابتدائیه محکمې تمثیل وړاندې شو.

په یاده تمثیلي غونډه کې، چې د شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه (رح) د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، محصلینو د محکمې چارو عملي ترسره کولو په برخه کې مختلف کردارونه ادا کړل او له دې کار. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۲:۳۶
Background image

د طب پوهنځي علمي مجله (طبي پوهه) چاپ شوه

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي علمي ژورنال طبي پوهې ۱۹ مه ګڼه د بېلابېلو طبي مطالبو په لرلو سره چاپ او خپره شوه.

د مسؤلینو په وینا، په دغه علمي، څېړنیزه درې میاشتنۍ مجله کې د طب پوهنځي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۳:۸
Background image

بایزید روښان او متانت د لوړو زده کړو مؤسسو ننګرهار پوهنتون سره د ګډو همکاریو تفاهملیکونه لاسلیک کړل.

د مسؤلينو په وينا، د اصولو په چوکاټ کې د پیاوړو علمي اړیکو ایجادول، یو له بل سره د اکاډمیکو مشورو او تجربو شریکول، په علمي، تحقیقاتي او نشراتي برنامو کې په ګډه کار کول، استادانو، اداري. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

ساينس پوهنځی

شرعیاتو پوهنځی

اقتصاد پوهنځی

د ژبو او ادبياتو پوهنځی

ښوونې او روزنې پوهنځی

کرنې پوهنځی

انجينري پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

پېښېټولې پېښې

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

دننګرهار پوهنتون د تهيه تدارکاتو او خدماتو آمريت خبرتيا:

د ننګرهار پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي  په داخل کې، دکانتين لپاره (6x5) متره مربع ځمکه په کرايه ورکوي، هرهغه څوک چې د دغې کانتين د نيولو خيال لري، د اعلان د نشر څخه وروسته تر ۱۴۰۳/۸/۵ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

دننګرهار پوهنتون د تهيه تدارکاتو او خدماتو آمريت خبرتيا:

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي تدريسي روغتون په داخل کې، يو باب کانتين په کرايه ورکوي، هرهغه څوک چې د دغې کانتين د نيولو خيال لري، د اعلان د نشر څخه وروسته تر ۱۴۰۳/۸/۵ هـــــــ ش نېټې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۳۶
Background image

دننګرهار پوهنتون د تهيه تدارکاتو او خدماتو آمريت خبرتيا:

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي په داخل کې، يو باب کانتين په کرايه ورکوي، هرهغه څوک چې د دغې کانتين د نيولو خيال لري، د اعلان د نشر څخه وروسته تر ۱۴۰۳/۸/۵ هـــــــ ش نېټې پورې خپلې عريضې . . .

کارموندنه نور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

دخراسان خصوصي پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتيا!

داوطلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بستونو ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته دشموليت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ دورارت له ويب پاڼې څخه د همدې اعلان . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۲:۳۸
Background image

داقتصاد پوهنځي د علمي کادر بستونو خبرتيا

((دننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د علمي کادر بستونو خبرتيا))

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بستونو ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته دشموليت فورمه ) ډکې، په . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۲:۱۸
Background image

دکمپيوټر ساينس پوهنځي د علمي کادر بست خبرتيا!

((دننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي دعلمي کادر بست خبرتيا))

داو طلبارن کولای شي چې ياد علمي کادربست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې ، په . . .

User account menu