ننګرهار پوهنتون کې د کتابونو او قلم په شکل د جوړ شوي څلي پرانیسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون او سلام پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه!

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي فراغت غونډې یوه څنډه!

د ننګرهار پوهنتون د رئيس پيغام

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

شيخ انعام الله مدني

د ننګرهار پوهنتون رئيس

 

 

 

Picture

تازه خبرونهنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د پروپوزل لیکنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت د پوهنتون اړوندو پوهنځیو د بېلابېلو څانګو لسګونه تنو محصلینو ته د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو، چې د روزنې چارې یې د ننګرهار پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

د ماسترۍ دورې د نوملیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ دورې د ۶ برنامو (فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضاء او څارنوالۍ، پښتو ژبې او ادب، ادارې- تجارت او انگلیسي ژبې او ادب څانګو) ټولو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو او اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

ساينس پوهنځی

شرعیاتو پوهنځی

اقتصاد پوهنځی

د ژبو او ادبياتو پوهنځی

ښوونې او روزنې پوهنځی

کرنې پوهنځی

انجينري پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

پېښېټولې پېښې

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۴۰
Background image

د داو طلبۍ خبرتيا!

داو طلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-09

د ننګرهار پوهنتون رياست له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د مرکزي ليليې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۹:۳۸
Background image

د داو طلبۍ خبرتيا!

فورمې شمېره: p-01

داوطلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-07

دننګرهار پوهنتون رياست له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د داو طلبۍ خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون د تهيه تدارکات او خدماتو امريت خبرتيا!

داو طلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-07

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر . . .

کارموندنه نور دلته

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۵۱
Background image

د وترنري علومو پوهنځي د کادر بست اعلان!

((دننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د علمي کادر بست خبرتيا))

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بستونو ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته دشموليت فورمه ) ډکې، په . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۳:۱۷
Background image

((دننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د علمي کادر بستونو خبرتيا))

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بستونو ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته دشموليت فورمه ) ډکې، په مــــلي ژبه د نمرو اصل ترانسکرېپټ، او د لوړو زده کړو وزارت د ويب . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۳۵
Background image

دژبو او ادبياتو پوهنځي د کادر بست اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بست ته د نوم لېکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه ) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له وېبپاڼې څخه د همدې اعلان . . .

User account menu