PastShow all
د اداري او مالي چارو مرستیال د کرنې پوهنځي د چارو ارزونه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال مـُفتي نعمت الله اعزازي ددې پوهنتون د بشري سرچینو آمر قاري جمیل مُحسن په ملتیا د کرنې پوهنځي څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنځي پرمختګونه،. . .
د علمي ترفیعاتو مرکزي کمېټې نوبتي غونډه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي ترفیعاتو کمېټې غړو ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې د بېلابېلو پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو یو شمېر کیسونو ته کتنه. . .
د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د دیني او اصلاحي درسونو لړۍ دوام لري.
یاد درسونه د دعوت او ارشاد آمریت له خوا ددې پوهنتون استادانو، مامورینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د درسي او اداري مکلفیتونو تر څنګ په بېلابېلو وختونو کې ورکول کيږي.
همدارنګه هر سهار. . .
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د صورت دعوی لیکلو ورکشاپ دایر شو.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت اړوند د حقوقي کلينیک عمومي مدیریت په نوښت د حقوقواو سیاسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو ته د صورت دعوی د لیکلو یو ورځنی ورکشاپ دایر. . .
د وترنري علومو پوهنځي محصلینو تر منځ د حسن قرائت سیالي ترسره شوه.
د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د خپلو محصلینو تر منځ د قرانکریم د حسن قرائت سیالي ترسره کړه، چې په کې ددې پوهنځي ۳۸ تنو محصلینو او حافظانو برخه لرله.
د پوهنځي د مسؤلینو په وینا،. . .
د ننګرهار پوهنتون نویو استادانو ته د څېړنې مېتودولوژي، پروپوزل او تېزس لیکنې۴ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او د څېړنو او علمي مجلو معاونیتونو له لوري د ټولو پوهنځیو هغو استادانو ته، چې نوی تقرر یې حاصل کړی، د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) کې پیل. . .
د ننګرهار پوهنتون د ۱۳ ګونو پوهنځیو رئیسانو او څانګو امرینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو پروسې د معیارونو د تشریح او توضيح سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د غونډو په تالار کې د پوهنځیو رئیسانو او ډیپارټمنټونو مشرانو ته دایر شو، چې. . .
د پروان پوهنتون محصلینو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د پروان پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځي جغرافیه څانګې ۲۶ تنه محصلینو د یاد پوهنځي د یو شمېر استادانو په ملتیا ننګرهار پوهنتون ته په علمي سیر راغلل او ددې پوهنتون له بېلابېلو برخو، علمي،. . .
ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ لس اوریزه سیالۍ پیل شوې.
د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، چې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.
د. . .