PastShow all
د ننګرهار پوهنتون پلان او پالېسۍ کمېټې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.
په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي. . .
ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون سره د یو عراده امبولانس مرسته وشوه.
په ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال یاد امبولانس د PUAMI مرستندویه ادارې له خوا مرسته شوی، چې د غبرګولي په ۱۹مه د یادې ادارې د مشر ډاکټر خان محمد حبیب له خوا د درېو تنو مؤظفو نرسانو او درېو. . .
د ننګرهار پوهنتون اداري او تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.
په نوموړو کاري ناستو کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي، د. . .
ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو (OBE-SCL) د تدریسي تګلارو د زده کړې ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) په نوښت جوړ او دوه اوونۍ به دوام وکړي، د سپین غر لوړو زده کړو موسسې ۲۲ تنه استادان په کې برخه لري.
د ورکشاپ د. . .
ننګرهار پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې نړيواله ورځ د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
ياده نمانځغونډه، چې د دې پوهنتون د چاپېریال ساتنې او فرهنګي کمېټو او د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست په نوښت جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو. . .
ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد مولانا قیام الدین خادم د علمي او ادبي آثارو ویبپاڼې پرانیسته شوه.
(خادم مېنه) په نوم یاد ویبسایټ د ارواښاد استاد خادم د کورنۍ او مینه والو له خوا پر لیکه شوی او د پښتو ادب د یاد ستوري علمي، ادبي او فلسفي اثار په کې خوندي شوي، چې د غبرګولي په ۱۲مه د. . .
د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز نوی مسؤل د یاد مرکز منسوبینو ته وروپېژندل شو.
د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنیار محمد ملیار رحماني د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د دې پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) د نوي آمر په. . .
د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس ددې پوهنتون د مشرتابه له خوا وستایل شو.
د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس او استاد پوهنوال محمد زبیر نورمل، چې د یاد پوهنځي د ودانۍ پروژې په منظورۍ، تطبیق، د چارو نظارت او بشپړتیا په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې. . .
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.
د نوموړې ودانۍ مخکېنی قرارداد فسخه شوی او د ټاکل شوي هیئت له خوا د ترسره شوي کار د سنجولو وروسته به یې پاتې کار د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد له خوا بشپړ شي.
یادې خبرې د عملیاتي. . .