PastShow all

دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل قاضي خالد صداقت، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۰ - ۷:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري او تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

 

په یادو کاري ناستو کې، چې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د اړوندو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او مرستیالانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د حضوري درسونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۲ - ۹:۳۵
Background image

د ختیز زون د لوړو زده کړو بنسټونو مسؤلینو سره د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشرتابه پلاوي مشورتي غونډه وکړه.

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشر مولوي عبدالباقي حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ په ختیزو ولایتونو کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو او نیمه لوړو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمېسون مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره د پېژندنې غونډه وکړه.

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل محمد شاکر وحیدي د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو او. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۳۰ - ۹:۵۳
Background image

د زماني بنسټ استازي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

 

په ختیځ کې د زماني فاونډېشن اداري مسؤل رضا خان عصمتزي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو،. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۸:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ تدریسي تګلارو (OBE-SCL) د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

 

یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) په نوښت جوړ شوی ؤ، چې د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۲۰ تنو استادانو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۸:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس د دویمې دروازې د جوړېدو چارې پیل شوې.

 

یاده دروازه، چې کوچنی پارک، ډبرین کتاب، ګلدانونه او نور ملحقات لري، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مخکېني رئیس او استاد شهید پوهاند مسعود نېکبخت د کورنۍ په مالي مرسته جوړېږي.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۵۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۲ مې کالیزې د نمانځې په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

 

یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، چې د ګډونوالو له خوا په کې د خپلواکۍ د ۱۰۲ مې کالیزې د ښې نمانځې په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۵۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د شرعیاتو پوهنځي د چارو لیدنه او ارزونه وکړه.

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي یې. . .

Pagination

User account menu