علمي چارو معاونيت

د علمي چارو معاونیت د پوهنتون د ټولو هغو علمي او اکاډمیکو چارو پر مخ وړلو مسؤلیت په غاړه لري، چې د قوانینو، لوایحو او مقرراتو له مخې ورته سپارل کېږي. د علمي چارو مرستیال د لاندې دندو پر ترسراوي مکلف دی:

  1. د پوهنتون د رييس په نه شتون کې د نوموړي د دندو ترسره کول.
  2. د اکاډميکو چارو او فعاليتونو په برخه کې د پوهنتون رييس سره مرسته کول.
  3. د علمي کادر د غړو د تقرر، علمي رتبې تثبيت، علمي ترفيع او انفکاک په اړه د قانوني کړنو ترسره کول.
  4. د پوهنځيو د اړتيا له مخې د قراردادي علمي کادرونو د استخدام په اړه د اصولي او اکاډميکو کړنو ترسره کول.
  5. په پوهنتون کې د لوړو زده کړو د پلانونو او پروګرامونو د تطبيق څخه څارنه کول.
  6. په پوهنتون کې د علمي څېړنو د پروګرامونو او پلانونو طرحه او تطبيق.
  7. په  پوهنتون کې د علمي تحقيقاتو د چارو رهبري او څارنه کول.
  8. د پوهنتون  د نشراتي امورو رهبري او څارنه کول.
  9. د تصويب او تطبيق په منظور د هر کال په پيل کې د علمي شورا د کاري پلان طرحه کول او د يادې شورا په اوله غونډه کې وړاندې کول. 
  10. د پوهنتون د علمي شورا د غونډو د اجنډا ترتيب او د يادې شورا د پرېکړو ثبتول.
  11. د کړنو او اجرااتو په موخه اړوندو مراجعو ته د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړو او تصاميمو توزيع او تکثيرول.
  12. د پوهنتون د اکاډميکې برخې پورې د اړوندو مقررو، لوايحو او طرزالعملونو ارزونه او بررسي کول او د اړتيا پر مهال د هغو د تعديل طرحه وړاندې کول او لوړو مقاماتو ته يې وړانديز کول.
  13. د کتابتونونو چارو، د انټرنيټ او معلوماتي ټکنالوژۍ برخو بررسي، څارل او د تکميل او تجهيز په اړه يې د وړ کړنو ترسره کول.
  14. د اړوندو کمېټو رياست.
  15. په پوهنتون کې د اړوند اکاډميک تشکيل د طرحې تسهيل او څارنه کول.
  16. د علمي معاونيت پورې د اړوندو دفترونو د کړنو نظارت کول.
  17. د درسي نصاب ارزونه او د نړيوالو معيارونو او د وخت له غوښتنو سره يې د عيارولو په خاطر د وړانديزونو طرحه کول.
  18. په پوهنځيو کې د درسي نصاب د تطبيق، پرمختګ او بياکتنې څخه څارنه کول.
  19. د پوهنتون رياست مقام او علمي شورا ته د علمي معاونيت د کلنيو کړنو او اجرااتو راپور ورکول.
  20. په اکاډميکه برخه کې د لوړو زده کړو د علمي شورا د تصاميمو د اجرا او تطبيق څخه څارنه کول.
  21. د محصلانو د عملي او ساحوي کارونو د اجرا لپاره د لازمو امکاناتو برابرول.
  22. د علمي کادر غړو او د ټولو اکاډميکو مواردو پورې د اړوندو احصاييو او ارقامو ترتيب او برابرول.
  23. د اړوند پوهنتون د اکاډميک ستراتيژيک پلان په جوړولو کې مرسته او همکاري کول.
  24. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د قانون له مخې د علمي مرستيال سره اړه لري. picture