All News
د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.
په یادو کاري مجلسونو کې، چې د پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو. . .
ننګرهار پوهنتون کې د چاپېريال ساتنې او پاککارۍ کمپاين ترسره شو.
یاد کمپاین د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د جلال آباد ښاروالۍ په تخنیکي مرسته د غويي په ۲۷مه ددې پوهنتون په مرکزي کمپس کې ترسره شو، چې د پوهنتون. . .
د کرکټ بورډ له خوا پیل شویو سیالیو کې د ننګرهار پوهنتون لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله.
ننګرهار پوهنتون لوبډلې په پرله پسې توګه خپله درېیمه لوبه هم وګټله او په دې توګه یې د ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د ننګرهار څانګې له خوا په دې. . .
د ننګرهار پوهنتون ازموینو مرکزي کمېټې غړي او ددې پوهنتون د تېر سمستر ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
په همدې مناسبت د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت تالار کې د غويي په ۲۴مه ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون او پوهنځیو یو شمېر مسؤلینو، استادانو، محصلانو او اداري آمرینو په کې برخه. . .
ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د بیارغونې چارې پیل شوې.
یاده وداني، چې له جوړېدو وروسته به ترې د تدریسي خونو او د پوهنځي د انکشاف لپاره کار واخیستل شي، د ننګرهار د استخباراتو رئیس ډاکتر بشیر او د نوموړي په هلو ځلو د څو نورو شتمنو. . .
د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو څانګو د کادري بستونو له کاندیدانو څخه د نړیوالو ژبو ازموینه واخیستل شوه.
د انګلیسي او عربي ژبې یاده ازموینه د غويي په ۱۷مه نېټه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد، ساینس پوهنځي د بیولوژي او کېمیا، طب پوهنځي د بیزیک ساینس، حقوقو او. . .
د الفلاح پوهنتون او سپین غر لوړو زده کړو موسسې د اکاډمیک اعتبار اخیستنې په پار د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د مبارکۍ پيغام!
خوښ یم، چې الفلاح پوهنتون د تضمین کیفیت ملي پروسې په درېیم پړاو او سپین غر لوړو زده کړو موسسې په دویم پړاو کې بریا خپله کړې او اکاډمیک اعتبار یې ترلاسه کړی.
پوهنتونونه او تحصیلي. . .
د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.
په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ د وري په ۳۱مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو. . .
د ننګرهار پوهنتون د نوي پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړونې په موخه لومړنۍ کاري ناسته ترسره شوه.
په یاده غونډه کې، چې وري په ۲۹مه د پوهنتون په ریاست مقام کې جوړه شوه، د دې پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د بېلابېلو. . .