د کرنې پوهنځي خپل ۱۴ تنه ممتاز محصلین وستایل.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۲:۲۹
pic

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي فرهنګي کمېټې ددې پوهنځي د بېلابېلو ټولګیو ۱۴ تنه هغه محصلین، چې د پوهنتون او پوهنځي په کچه یې لوړې نومرې اخیستې وې، د خپل مسلک اړوند یې نوښتونه کړي وو او د پوهنځي ادارې سره یې زیاته همکاري درلوده، د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.
په همدې موخه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د کرنې پوهنځي مسؤلینو، استادانو او محصلینو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپله وینا کې د ممتازو محصلینو د زیار او هڅو ستاینه وکړه، د محصلینو په مسؤلیت اداینې یې ټینګار وکړ او یاد محصلین یې د نورو لپاره د الهام سرچینه وبلله.
نوموړي وویل: ممتاز محصلین نه یوازې دا چې د خپلو کورنیو لپاره د ویاړ باعث ګرځي، بلکې د ټول هېواد د ابادۍ او پرمختګ هیلې ورسره تړلې دي.
د کرنې پوهنځي رئیس پوهنوال دوکتور رشاد احمد شېرزاد، د اګرانومي څانګې آمر پوهندوی دوکتور عصمت الله درانی او د پوهنځي د فرهنګي کمېټې مشر پوهنمل طیب الله زاهد د غونډې نور ویناوال وو، چې د یادو محصلینو کوښښونه یې د کرنیز سکتور په پیاوړتیا او د پوهنتون په ځلانده ساتلو کې ګټور وبلل.
نوموړو محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپل ظرفیت لوړولو په برخه کې په دوامداره توګه مسلکي او څېړنیزې هڅې ترسره کړي.
د غونډې په پای کې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځي مسؤلینو او استادانو د یادو محصلینو د هڅو او مثبتو کړنو د ستاینې او تقدیر په موخه هغوی ته ستاینلیکونه ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu