د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د دیني او اصلاحي درسونو لړۍ دوام لري.
یاد درسونه د دعوت او ارشاد آمریت له خوا ددې پوهنتون استادانو، مامورینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د درسي او اداري مکلفیتونو تر څنګ په بېلابېلو وختونو کې ورکول کيږي.
همدارنګه هر سهار په ۸ بجو د پوهنتون په جامع مسجد کې یادو کارکوونکو ته د قران عظیم الشان ترجمه هم کیږي، چې په لړ کې یې نن ورځ د حمراء الأسد معرکې په اړه خبرې او معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني او د یاد امریت مرستیال مولوي نجیب الله ثاقب د دیني مسایلو د تدریس پر مهال د ګډونوالو پوښتنې هم ځوابوي.