د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د کمپیوټري زده کړو کورسونه پیل شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۲:۳۱
picture

یاد کورسونه ددې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت له لوري سهار او ماسپښین وختونو کې د ۱۳ ګونو پوهنځيو ۴۰۰ تنو محصلینو ته پیل شول، چې څلور میاشتې به دوام وکړي.
د محصلانو خدمتونو انسجام امریت د مسؤلینو په وینا، د یادو کورسونو تدریسي بهیر د اقتصاد پوهنځي په ودانۍ کې پیل شو او پر مهال به یې د دوه تنو استادانو له خوا محصلینو ته د کمپیوټر (Windows & Office) پروګرامونه تدریس شي.
د پرانیستې په مراسمو کې د ویناوو پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي د کمپیوټر زده کړې په اهمیت خبرې وکړې او یاد کورسونه یې د محصلینو لپاره خورا مهم او ګټور وګڼل.
نوموړو د کمپیوټري پروګرامونو زده کړه د وخت اړتیا یاده کړه او د هغې استعمال یې د چارو په اسانتیا، وخت سپما، ستونزو ژر حل، مسلکي ودې، معلوماتو مدیریت او علمي لاسته راوړنو کې اړین وباله.
د محصلانو خدمتونو انسجام آمر قاري بشیر احمد احمدي د خپلې وینا پر مهال د غونډې ګډونوالو ته د پیل شویو کورسونو په اړه معلومات ورکړل او له محصلینو یې غوښتنه وکړه، چې په پوره علاقې په درسونو کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د یاد امریت له لوري د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو زده کړې یو کلنه وړیا برنامه هم پیل شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۲۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په داسې حال کې، چې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي یې ملتیا کوله، د امام ابوحنیفه رح د غونډو په تالار کې د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۲۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استادانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره غونډه وکړه.

یاده غونډه، چې د شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه رح د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون رهبرۍ سربېره په کې د یاد پوهنځي مسؤلینو او د ټولو څانګو استادانو برخه لرله، چې پر مهال یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا غړو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره غونډه وکړه.

په یاده غونډه کې، چې د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې د جمادی الاول په ۴ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رهبرۍ سربېره په کې د علمي شورا او لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي غړو برخو. . .

BACK TO NEWS

User account menu