ننګرهار پوهنتون کې د شهید استاد پوهنمل ادم خان ملاتړ د فاتحې مراسم ترسره شول

nu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۱:۵۶
image

 

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد شهید پوهنمل ادم خان ملاتړ د فاتحې مراسم ددې پوهنتون د ادارې، استادانو او د ارواښاد د کورنۍ له خوا د پوهنتون د فاميليو په مسجد کې ترسره شول.

په يادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو سربېره د ارواښاد استاد دوستانو او خپلوانو برخه واخیسته.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د ارواښاد ملاتړ شهادت لویه غمیزه او د ننګرهار پوهنتون لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.

نوموړي د پوهنمل ملاتړ په علمي ژوند او خدمتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې شهید ملاتړ څه دپاسه یوه لسیزه د هېوادوالو په خدمت او د پښتو ادب په برخه کې د هېواد د علمي کادرونو په روزنه کې تېره کړه.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل عطاءالله هدایت بل ویناوال ؤ، چې د شهید ملاتړ د شخصیت، علمیت او ترسره کړیو خدمتونو په اړه یې وینا وکړه او د پوهنتون له مشرتابه، استادانو، منسوبینو او د فاتحې له ټولو ګډونوالو یې مننه وکړه، چې د ارواښاد استاد په وير راټول شول او نوموړي ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.

ارواښاد استاد پوهنمل ادم خان ملاتړ د تېرې پنجشنبې په سهار د خوږیاڼو په حکیم اباد سیمه کې هغه مهال د ناڅرګنده کسانو له لوري په شهادت ورسول شو، چې دندې ته د راتګ په حال کې وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د رهبرۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو

 

یاد ورکشاپ، چې د لوړو زده کړو د پرمختګ پروګرام (HEDP) په نوښت د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې جوړ او ۶ ورځې به دوام وکړي، د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو رئیسان، مرستیالان او. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۱۸
Background image

ننګرهار پوهنتون کې ۲۱ تنه محصلين د عملي حقوقي زده کړو په برخه کې وروزل شول.

 

د شرعياتو پوهنځي يادې نجونې محصلينې د افغانستان د نړیوال حقوقي بنیاد په مرسته د پوهنتون د حقوقي کلينيک په ۲۳ دوره کې له درېو مياشتو عملي زده کړو وروسته فارغې شولې.

په همدې اړه د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۸:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي په مشرۍ غونډه وکړه.

په یاده غونډه کې، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو استازو په کې برخه لرله،. . .

BACK TO NEWS