ساينس پوهنځی
لنډه پېژندنه
ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په تشکیلاتي جوړښت کې په۱۳۹۰ کال کې رامنځته شو، چې پیل یې د ریاضي- فزیک او کېمیا– بیولوژي ډیپارتمنتونو څخه وکړ او په ۱۳۹۴ کال کې یې خپل لومړني فارغان د لیسانس په سویه په یادو څانګو کې ټولنې ته وړاندې کړل. د یاد پوهنځي اکاډمیک جوړښت په ۱۳۹۳ کال کې تغیر وموند او په پروګرامونو کې یې اصلاحات رامنځته شول. پروګرامونو یې اختصاصي شکل غوره کړ، چې اوس مهال د ریاضي، فزیک،کېمیا، بیولوژي او جيولوجي او معادن ډیپارتمنتونو لرونکی دی. د یاد پوهنځي د ډیپارتمنتونو په درسي پروګرامونو کې اساسي، اختصاصي ، فرعي او پوهنتوني مضامین شامل دي. ساینس پوهنځی دولس کمېټې (د کیفیت د تضمین او لوړونې، کریکولم، ریسرچ، نظم– دسپلین، نشراتو، د امتحانانو او شکایاتو، الکترونیکي زده کړو، مالي او د بورسونو، ...) لري.
د ساینس پوهنځي د رشد او انکشاف لپاره د جرمني هېواد د وردز بورګ پوهنتون د DAAD موسسې په مالي مرسته مجهز لابراتوارونه او کتابتون جوړ شو، چې د پوهنځي استادان او محصلان ور څخه ګټه اخلي.
یاد پوهنځی ۱۰۰۸ تنه برحال محصلین لري، چې د تدریس چارې یې د ۳۰ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي او ۱۶۸۲ تنه مسلکي کادرونه یې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. د ساینس پوهنځي وداني د پاکستان هیواد په مالي مرسته جوړه شوې چې یوه معیاري ودانۍ ده او په کافي اندازې سره تدریسي- اداري خونې او نور ملحقات لري.
ليدلوری
ساينس پوهنځی د خپل ليدلوري له مخې هوډ لري، چې په ساينسي علومو کې د نړیوالو او سيمه یيزو معيارونو په پام کې نيولو سره د کادرونو د روزنې، څېړنو، ليکنو، د علم او تکنالوژۍ انکشاف د خپرونې او پلي کولو له لارې اغېزمن او تلپاتې ټولنيز، اقتصادي- پرمختګ او سوکالي رامنځته کړي.
ماموريت
ساينس پوهنځی دې ته ژمن دی، چې د هيواد د بيارغونې او انکشاف لپاره په لوړه کچه علمي کادرونه وروزي او د ټولنې او سيمې د دولتي او خصوصي سکتورونو د خدمت لپاره وړاندې کړي. همدارنګه نوي پرمختګونه او څېړنې تر سره کړي او د يو علمي ماحول په برابرولو کې خپله ونډه واخلي.
څانګې
ساينس پوهنځی پنځه څانګې او ديپارتمنتونه لري:
رياضي، فزيک، کېميا، بيولوژي او جيولوجي- معادن
تحصيلي نصاب