ننګرهار پوهنتون کې د شهید استاد پوهنمل ادم خان ملاتړ د فاتحې مراسم ترسره شول

nu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۱:۵۶
image

 

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد شهید پوهنمل ادم خان ملاتړ د فاتحې مراسم ددې پوهنتون د ادارې، استادانو او د ارواښاد د کورنۍ له خوا د پوهنتون د فاميليو په مسجد کې ترسره شول.

په يادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو سربېره د ارواښاد استاد دوستانو او خپلوانو برخه واخیسته.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د ارواښاد ملاتړ شهادت لویه غمیزه او د ننګرهار پوهنتون لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.

نوموړي د پوهنمل ملاتړ په علمي ژوند او خدمتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې شهید ملاتړ څه دپاسه یوه لسیزه د هېوادوالو په خدمت او د پښتو ادب په برخه کې د هېواد د علمي کادرونو په روزنه کې تېره کړه.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل عطاءالله هدایت بل ویناوال ؤ، چې د شهید ملاتړ د شخصیت، علمیت او ترسره کړیو خدمتونو په اړه یې وینا وکړه او د پوهنتون له مشرتابه، استادانو، منسوبینو او د فاتحې له ټولو ګډونوالو یې مننه وکړه، چې د ارواښاد استاد په وير راټول شول او نوموړي ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.

ارواښاد استاد پوهنمل ادم خان ملاتړ د تېرې پنجشنبې په سهار د خوږیاڼو په حکیم اباد سیمه کې هغه مهال د ناڅرګنده کسانو له لوري په شهادت ورسول شو، چې دندې ته د راتګ په حال کې وو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu