قراردادي خبرتیاوې

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
انځور

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او صحي کلینیک لپاره د اړتیا وړ (۷۶) قلمه درمل

۲- د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون لپاره د اړتیا وړ (۱۳) قلمه د خیاطۍ لوازم

۳- د ننګرهار پوهنتون لپاره د اړتیا وړ (۱۰) قلمه (IT) آی ټي لوازم

په شرایطو برابر شرکتونه کولای شي، چې د داوطلبۍ شرطپاڼه د ننګرهار پوهنتون تدارکاتو امریت څخه چې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه، کابل – جلال اباد لویې لارې درونټې سیمه کې موقعیت لري ترلاسه کړي.

ټول داوطلب شرکتونه باید د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د لسو (۱۰) کاري ورځو په موده کې خپل وړاندیز (آفر) د شرطپاڼې، تدارکاتو قانون او نافذو طرزالعملونو له شرایطو سره سم مهر او بند (سربسته) د ننګرهار پوهنتون د تدارکاتو امریت ته وسپاري.

یادښت:

- د وړاندیزونو (آفرونو) د پرانیستې غونډه به د اعلان خپرېدو له نېټې وروسته په یوولسمه (۱۱مه) کاري ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام د غونډو په تالار کې ترسره شي.

- هغه وړاندیزونه (آفرونه) چې له ټاکلې نېټې وروسته ورسېږي یا د انټرنېټ له لارې استول شوي وي، د منلو وړ نه دي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

BACK TO NEWS

User account menu