All News
د ننګرهار پوهنتون له لوري د جوړېدونکي ملي کنفرانس علمي کمېټې نوبتي غونډه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون له خوا ( د هېواد په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت تدریس، ارزښت او اغېزې) تر سرلیک لاندې د جوړېدونکي ملي کنفرانس علمي کمېټې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه. . .
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ازموینو له صحنو لیدنه وکړه.
پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یاد پوهنځي د مرستیال پوهنیار سیف الله شینواري په ملتیا د سمستر نهايي ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه او د ازموینو د نظم او شفافیت په اړه یې ممتحنو. . .
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو ته په خرګوش (سوۍ) د زرقیاتو د تطبیق او اغېزو معلومولو پروسه په عملي بڼه تشریح شوه.
یاده عملي چاره ددې پوهنځي استاد پوهاند سید قمبر علي حیدري په لارښوونه د فارمکولوژي څانګې د څلورم کال لومړي سمستر محصلینو لخوا ترسره شوه، چې پر مهال یې یو نارینه خرګوش (سوۍ) ته په بټوک. . .
د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ غړو د تدریسي روغتون له روانو فعالیتونو څخه نظارت وکړ.
د ننګرهار پوهنتون رئیس د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو په ملتیا د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون د روانو اداري چارو، محصلینو عملي روزنیز بهیر او روغتیایي خدمتونو څخه د نږدې لیدنه. . .
د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په دې پوهنتون کې د ازموینو له روان بهیر څخه نظارت ترسره کړ.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په ملتیا په پوهنتون کې د سمستر نهايي ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه او د ازموینو. . .
د امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره غونډه وکړه.
ننګرهار پوهنتون کې د امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې رئیس او اداري او مالي چارو مرستیال د ننګرهار پوهنتون مشرتابه غړو سره غونډه وکړه او دواړو لوریو د جهادي او خصوصي مدارسو. . .
ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي کې د استادانو او محصلینو د ترسره کړیو څېړنو پایلو شریکولو په موخه دوه ورځنی علمي سيمینار دایر شو.
د مسؤلینو په وینا، د یاد دوه ورځني علمي سيمینار په ترڅ کې به په نړیوالو ژورنالونو کې ددې پوهنځي د استادانو د نشر شویو څېړنو پایلې شریکې او د انجنیري مسلک اړوند پر بېلابېلو اړینو. . .
د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي له خپلو محصلینو څخه (د کامل لمونځ اسانه لارښود) کتاب کې رقابتي ازموینه واخیسته.
د پوهنځي د مسؤلینو په وینا، له دې رقابتي ازموینې څخه یې هدف د لمانځه اړوند د محصلینو د معلوماتو زیاتوالی او د هغوی تر منځ سالم رقابت و، چې د پوهنځي د اړوندو پنځه ګونو څانګو څخه ۳۰۰ تنو. . .
ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ کادري بستونو لپاره له ۷۴ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني او لغمان پوهنتونونو د عامه ادارې او پالیسۍ، وترنري علومو، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبیاتو، کرنې او اقتصاد پوهنځيو بېلابېلو څانګو ته د. . .