د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د زلزلې پر مهال د خوندیتوب او ځان ساتنې په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار چې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې اماده ګۍ ریاست له خوا د پوهنتون د غونډو په تالار کې وړاندې شو، په ترڅ کې یې د ۱۴ ګونو پوهنځیو لسګونو تنو محصلینو ته د زلزلې پر مهال د خوندیتوب، د ځان او نورو ساتنې او له احتمالي خطرونو سره د سم چلند په هکله معلومات ارایه او پوهاوی ترسره شو.
په دې سيمینار کې د زلزلې پر مهال د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره د عامه پوهاوي کچې لوړولو، بېړنیو حالاتو ته چمتووالي او خوندیتوب اصولو مراعتولو باندې ټینګار وشو او محصلینو ته د زلزلې په وخت کې د ځان او نورو د خوندي ساتلو اساسي لارې چارې وښودل شوې.
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې اماده ګۍ ریاست کارکوونکي انجنیر محمد ادریس او د اغا خان بنسټ کارکوونکي انجنیر نظرمحمد جویا د موضوع اړوند علمي، مسلکي او تخنیکي معلومات شریک کړل او د زلزلې پېښدو په صورت کې یې د مسؤلانه چلند پر اهمیت خبرې وکړې.
دغه سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو تنظیم شوی و، چې ګډونوالو محصلینو یې د خپلو معلوماتو زیاتوالي، احتمالي خطراتو ښه مدیریت کولو او په زلزله کې سم او پر وخت غبرګون ښودلو لپاره ګټور وباله.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
