فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
انځور

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم لیکنه پیل او د همدې میاشتې تر وروستۍ نېټې دوام کوي.
د ازموینې له ټولو بریاليو کاندیدانو هیله کېږي، چې د نوم لیکنې په موخه د سهار له اته نیمو تر د مازدیګر درې نیمو بجو پورې د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو امریت ته مراجعه وکړي.
یادونه: د ماسترۍ یادو پروګرامونو درسي بهیر به د راتلونکې عقرب میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.
د نوم لیکنې ځای: ساینس پوهنځی دویم پوړ، د فوق لیسانس برنامو امریت.
شرایط: 
۱ـ د نوم لیکنې پر مهال باید محصل په خپله موجود وي
۲ـ څلور قطعې رنګه انځورونه 
۳ـ  د دیپلوم ، ترانسکریپ او تذکرې اصل او له هر یو درې رنګه کاپي
درنښت 
د ننګرهار پوهنتون اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu