د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سلام اچولو د اهمیت او فضیلتونو په اړه اصلاحي سیمینار وړاندې شو.
د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون لیلیه محصلینو ته په اسلام مبارک دین کې د سلام اچولو د اهمیت، فضیلتونو او ټولنیزو ګټو په اړه اصلاحي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار تېره ورځ ماښام مهال د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې استاد مفتي شاهدالله حقاني له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې د سلام اچولو پر دیني ارزښت، د مسلمانانو ترمنځ د مینې او ورورولۍ ټینګښت کې د هغه پر رول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو په رڼا کې د سلام خپرولو پر فضیلت خبرې وشوې.
د سيمینار په ترڅ کې د سلام معنا او مفهوم، په اسلام مبارک دین کې یې د مقام، د سلام شریعي حکم او فضیلتونو، د سلام اچولو او ځواب ورکولو ادابو، څوک باید لومړی سلام واچوي، د سلام لپاره مناسبو ځایونو او حالتونو، د سلام اچولو ټولنیزو او اخلاقي ګټو او اړوندو نورو مسایلو په هکله معلومات وړاندې شول.
د سيمینار ګډونوالو ته سپارښتنه وشوه، چې په ورځني ژوند کې د سلام اچولو اسلامي سنت ژوندی وساتي، پوهنتون کې یو پر بل د سلام اچول دود کړي، استادانو، ملګرو او نورو خلکو ته د مینې، درناوي او ورورولۍ له مخې سلام وکړي او سلام اچوونکي ته په غوره الفاظو سره د سلام ځواب ورکړي.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
