قراردادي خبرتيا!

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۳
picture

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون دزراعت او وترنري علومو پوهنځيو د تحقيقاتي فارمونو لپاره د ضرورت وړ لوازمو د دواوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د تدارکاتو آمريت څخه دې د شرطپاڼې يو نقل کاپي ترلاسه کړي.

د اعلان د نشر څخه (۱۰) کاري ورځې وروسته دې خپل آفر د شرطنامې دشرايطو، تدارکاتو قانون او طرزالعمل له مخې مهر او بند(سربسته) د تدارکاتو آمريت، ننګرهار پوهنتون، کابل جلال اباد عمومي سرک اوومه ناحيه، جلال اباد، افغانستان موقعيت لري وسپاري ، هغه آفر چې ناوخته راورسېږي يا د انټرنټ له لارې استول شوی وي نه منل کېږي.

 د آفر پرانستې (افر ګشايي ) مجلس به د نشر شوي اعلان څخه وروسته په (۱۱) کاری ورځ د سهار په (۱۰) بجو د ننګرهار پوهنتون رياست مقام کې دا ئيرېږي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون ۱۳۰ تنه محصلین د ویناوالۍ روزنیز کورس څخه فارغ شول.

یاد کورس چې څلوېښت ورځې یې دوام وکړ، د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته جوړ شوی و.

د کورس روزونکو په وینا، له دې روزنیزې برنامې فارغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د قرآن کریم اعجاز، تلپاتې عظمت او پیغام) تر سرلیک لاندې دیني او علمي سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام له خوا تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته د پوهنتون په جامع مسجد کې سلګونو تنو لیلیه محصلینو ته ارایه شو.
د سيمینار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۲ میلیونه او ۳۱۴ زره افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پوهنځیو او څانګو د ترمیم چارې پیل شوې.

د دې ترمیماتي پروژې پر مهال به د پوهنتون مرکزي لیلیې د مسجد شریف سربېره د طب، ژبو او ادبیاتو، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کرنې پوهنځیو او تدریسي روغتون اداري او تدريسي ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS

User account menu