د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مشاورې مهارتونو او رواني روغتیا په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې دوو تنو استادانو له خوا ترسره شو، پر مهال یې سلګونو تنو محصلینو ته د اړوندو موضوعاتو په هکله تفصیلي معلومات ارایه شول.
د سیمینار ارایه کوونکو استادانو پوهنمل احسان الله بیان او پوهنمل نصیب الله ذکي د موضوع په تشریح کې د مشاورې اهمیت، د مشاورې اساسي او پنځه ګونو مهارتونو، د ژوند ستونزو په حل کې د مشاورې نقش او اړتیا، رواني روغتیا مفهوم، مؤثرو عواملو، د رواني ناروغیو ډولونو، نښو او درملنې په هکله له محصلینو سره علمي او عملي معلومات شریک کړل.
په پای کې د محصلینو پوښتنې هم ځواب شوې.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
