د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د طبیعي پېښو د ګواښونو کمښت په هکله یو ورځنی معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۲:۱۴

یاد سيمینار د انجنیري پوهنځي لسګونو تنو محصلینو ته په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې مؤسسې (سي، ډبلیو، ایس، ای) له خوا د علمي څېړنو معاونیت غونډو په تالار کې دایر شو، چې پر مهال یې د طبیعي پېښو مدیریت او ناورینونو د ګواښونو کمښت په هکله معلومات او روزنه ورکړل شوه.

د مسؤلینو په وینا، یاده مؤسسه ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي سره د شوي هوکړه لیک له مخې هر کال اړونده برخه کې محصلینو او استادانو ته لسګونه روزنیزې برنامې او علمي سفرونه برابروي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار سيمینار ته په وینا کې وویل، د پوهنتونونو علمي رسالت ایجابوي، چې د مسلکي او متخصصو کادرونو په روزلو او د علمي ظرفیتونو په پیاوړتیا سره د طبیعي پېښو او ناورینونو د خطرونو په پېژندنه، کمښت او مدیریت کې اغېزناک رول ولوبوي.

نوموړي همدارنګه د سيمینار په ګټو خبرې وکړې او د مؤسسې له مسؤلینو یې مننه وکړه.

د یادې مؤسسې کارکوونکو انجنير سید عبدالرحمن سادات او انجنیر زکریا محمدي د موضوع په تړاو چمتو کړي پرېزنټېشن کې د خپلو فعالیتونو سربېره د طبیعي پېښو پېژندنې، ډولونو، د ناورینونو خطراتو ارزونې، خوندیتوب تدابیرو، مقاومت لرونکو تعمیرونو جوړولو، بېړنیو حالاتو مدیریت، د پېښو پر وړاندې ټولنیز زغم، د پېښو کنټرول اړوند اصطلاحاتو او له غره څخه د ښوییدونکو تیږو د ماتولو لپاره له چاودنې پرته تخریب کوونکو موادو په هکله مسلکي او علمي معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د محصلینو پوښتنې هم ځواب شوې.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د زلزلې پر مهال د خوندیتوب او ځان ساتنې په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې اماده ګۍ ریاست له خوا د پوهنتون د غونډو په تالار کې وړاندې شو، په ترڅ کې یې د ۱۴ ګونو پوهنځیو لسګونو تنو محصلینو ته د زلزلې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د طبیعي پېښو د ګواښونو کمښت په هکله یو ورځنی معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د انجنیري پوهنځي لسګونو تنو محصلینو ته په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې مؤسسې (سي، ډبلیو، ایس، ای) له خوا د علمي څېړنو معاونیت غونډو په تالار کې دایر شو، چې پر مهال یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۵۶
Background image

د وردګ پوهنتون په علمي – څېړنیز کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون ګډونوال څېړونکي استادان وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون خپل هغه استادان وستایل، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په رهبرۍ او وردګ پوهنتون په کوربه توب جوړ شوي (د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام حفظه الله تعالی و رعاه د فرمانونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu