د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۵ - ۱۰:۴۰
image

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل قاضي خالد صداقت، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي، تقرر، ترفیعاتو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال په حضوري توګه د پوهنتون د درسونو د پیل په اړه مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

نوموړي وویل: د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه د وږي په ۱۵مه خصوصي پوهنتونونو ته د درسونو د پیل اجازه ورکړې ده او په نږدې ورځو کې به د دولتي پوهنتونونو درسونه هم پیل شي، چې په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون ادارې له خوا د درسونو د پیل لپاره په یوه طرحه کار شوی، چې د شورا د تائید وروسته به د وزارت د رهبرۍ سره شریکه شي.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د قراردادونو او همدارنګه تدارکاتي مسایلو ته د رسیده ګۍ د وړاندیز تر څنګ د پوهنځیو او د پوهنتون د اړوندو نورو څانګو مسؤلینو ته د اړین چمتوالي سپارښتنه وکړه.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د تضمین کیفیت پروسې پر دوام، د فوق لیسانس برنامو ارزونې او د انلاین کورسونو د ثبت پر پروسې ټینګار وکړ او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په حضوري توګه د درسونو د پیل طرحه د مجلس د برخوالو سره شریکه کړه، چې د هغوی له خوا د ځینو تغیراتو وروسته تائید شوه.

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل قاضي خالد صداقت د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، علمي شورا غړو او ټولو استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه، چې تر دې دمه یې په ډېره ښه توګه د پوهنتون علمي، تدریسي او اداري چارې پر مخ وړي او د لا ښه والي لپاره یې هلې ځلې کوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون او د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونو په رڼا کې به د ننګرهار پوهنتون د ادارې او استادانو سره په ګډه د دې پوهنتون د پرمختګ لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

ښاغلي صداقت د پوهنتون مشرتابه او استادانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار ولایت مقامونو سره د حل په موخه شریکې کړي.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون سربېره د کونړ سید جمال الدین افغاني او لغمان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۲۳ او د تقرر ۴ کیسونو او د ځینو نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ۴۳ څېړنو پایلې نندارې ته وړاندې شوې.

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او ارواپوهنې او پیداګوژۍ څانګو ۴۳ تنو محصلینو د خپلو مسلکونو اړوند د ترسره کړیو څېړنیزو پروژو پایلې د پوسټر نندارتون له لارې ګډونوالو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه. . .

BACK TO NEWS

User account menu