د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
انځور

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره مناسب فرصتونه او اسانتیاوې برابروي او علمي کنفرانسونه، ورکشاپونه، سیمینارونه، لکچرونه او نور روزنیز پروګرامونه تنظیموي.

همدارنګه به دواړه لوري په داخلي او نړیوالو علمي ژورنالونو کې د استادانو د علمي او څېړنیزو مقالو د خپرولو، څېړنیزو تجربو تبادلې او د علمي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې متقابله همکاري کوي.

دغه تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د الفلاح پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال عمران الله اختر ترمنځ په هغې غونډه کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د علمي څېړنو مرستیالانو تر منځ د څېړنیزو همکاریو د پراختیا، ګډو علمي اړیکو د پیاوړتیا او روانو څېړنیزو فعالیتونو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲۱ کادري بستونو لپاره له ۴۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، لغمان، کندوز، میهن او افغان پامیر امارتي او خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۳۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د ساري ناروغیو مخنیوي او لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې او ارزونې عمومي مدیریت له خوا اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ساري او انتاني ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه.

یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په ګډو هڅو د پوهنتون په جامع مسجد کې ترسره شوه، چې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو، دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu