تشکيلاتي جوړښت

د ننګرهار پوهنتون په تشکیلاتي جوړښت کې د پوهنتون ریاست مقام، علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو معاونیتونو سربېره د څوارلسګونو پوهنځیو ریاستونه، د تدریسي روغتون ریاست، ۱۷ علمي او اداري آمریتونه او د هغې اړوند مدیریتونه او شعبات شتون لري، چې چارې یې د ۶۰۲ تنو استادانو، ۳۰۷ تنو اداري او ۱۹۳ تنو خدماتي کارکوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي.

دپوهنتون رياست

د پوهنتون ریاست مقام ټولې هغه دندې او مسؤلیتونه پر مخ وړي، چې د تحصیلي موسسې د چارو د انسجام په خاطر ورته قوانینو، لوایحو او مقرراتو سپارلي وي. د پوهنتون رئیس د لاندې دندو پر ترسراوي مکلف دی:

  1. د پوهنتون قانوني استازيتوب کول.
  2. د پوهنتون علمي شورا د غونډو رياست او د يادې شورا د پرېکړو د پلي کېدو څارنه.
  3. د پوهنتون د معاونيتونو، پوهنځيو او اړوندو ټولو بنسټونو د چارو د تطبيق څخه څارنه.
  4. په پوهنتون کې د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو بهير څخه څارنه.
  5. د پوهنتون د ملکيتونو، شتمنيو او د مالي او حسابي چارو اداره کول.
  6. په پوهنتون کې د نظم، دسپلين او د کار لپاره د وړ او مناسب چاپېريال رامنځته کول.
  7. په پوهنتون کې د څېړنيزې، روزنيزې او تحصيلي وضعې د ښه والي لپاره د اسانتياوو رامنځته کول او د لازمو تدابيرو پرمختګ.
  8. په پوهنتون کې د اکاډميکو ازاديو د اصولو رعايت او څارنه.
  9. د توليدي بنسټونو د رامنځته کېدو، روزنيزو کورسونو، خپرونو او علمي څېړنو له لارې د پوهنتون د شتمنيو او عوايدو د لوړوالي په موخه د لازمو پروګرامونو، پرمختيايي پلانونو او تدابيرو نيول.
  10. په ملي او نړيواله کچه د سيالو بنسټونو سره د علمي اړيکو رامنځته کول.
  11. د قانون له مخې د داخلي او خارجي موسسو او شخصيتونو د مالي او تخنيکي مرستو جلب او جذب.
  12. د قانون له حکمونو سره سم د علمي او څېړنيزو تواميتونو د قراردادونو لاسليکول.
  13. د پوهنتون د علمي شورا غونډې ته د بررسۍ په خاطر د پوهنځيو د علمي شوراګانو د پرېکړو او مصوباتو تاييد يا لېږل.
  14. د پوهنتون د منسوبينو د تقرر، علمي رتبې تثبيت، علمي سويي لوړوالي، علمي ترفيع، تقاعد او انفکاک په اړه د وړ کړنو ترسره کول.
  15. د قراردادي علمي کادرونو د استخدام په اړه د اړينو کړنو ترسره کول.
  16. د لنډمهالو او تحصيلي بورسونو څخه د ګټې اخيستنې په اړه د وړ کړنې ترسره کول.
  17. د وظيفوي ايجاباتو او اړتيا په صورت کې له هېواد څخه بهر د کاري سفرونو پر مهال د پوهنتون استازيتوب کول.
  18. د پوهنتون د څارنې، ساتنې او خدمتونو وضعې د ښه والي لپاره د لازمو تدابيرو پرمختګ.
  19. د پوهنتون د وړ او مستحقو منسوبينو د تقديرولو او ستايلو په اړه د وړ کړنو ترسره کول.
  20. په پوهنتون کې د انضباطي او تاديبي معيارونو د تطبيق او پرمختګ په اړه د وړ کړنو ترسره کول.
  21. د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو پرمختيايي پروګرامونو او پلانونو طرحه کول.
  22. د لوړو زده کړو وزارت مقام، د پوهنتون علمي شورا او د استادانو عمومي مجلس ته د پوهنتون د فعاليتونو راپور ورکول.
  23. د قانون پر وړاندې د پوهنتون د ټولو منسوبينو سره د عادلانه او ورته چلند د رامنځته کولو او د قانون د تطبيق رعايت او څارنه.
  24. د پوهنتون د منسوبينو او بنسټونو د روغتيايي، ارامۍ او اکاډميکو اړتياوو د پوره کولو په اړه د همېشنۍ پاملرنې لرل.
  25. د علمي، اداري او محصلانو چارو معاونيتونو او د هغوى د اړوندو بنسټونو د کړنو څخه نظارت او څارنه کول.
  26. د پوهنځيو د کړنو څخه څارنه کول.
  27. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د قانون له مخې د پوهنتون رئیس سره اړه لري. picture

     

User account menu