د پوهنتون پیژندنه

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د بنسټ ډبره يې پر (١٣٤٢) لمريز کال د تلې په (١٧) د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د پوهنې وزير ارواښاد علي احمد پوپل له خوا د جلال اباد ښار په شيشم باغ سيمه کې کېښودل شوه. پيل يې د طب له پوهنځي وشو، چې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو پکې (٤٨) تنو محصلانو ته تدريس کاوه، چې د وخت په تېرېدو پکې د انجنيري، کرنې، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، اقتصاد، شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، وترنري علومو، ساينس، کمپيوټر ساينس، ژورنالېزم، عامه ادارې او پالیسۍ او ستوماتولوژي پوهنځي رامنځته شول.

 د ننګرهار پوهنتون له علمي بهير څخه (۶۰) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د لیسانس، ماستر او ډاکتر په سویه د نږدې ۴۵ زره تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.