د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
انځور

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي برخو کې د راتلونکو درېو کلونو لپاره یو له بل سره همکاري کوي.

یاد تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال تر منځ د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې لاسلیک شو.

د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو په ارزښت وینا وکړه او ویې ویل، ننګرهار پوهنتون به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون سره ښه علمي، تحقیقاتي او مسلکي همکاري ولري.

د کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي په تېر کې د خپل پوهنتون سره د ننګرهار پوهنتون د همکاریو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې پوهنتون به یې د هوکړه لیک له مخې ټولو ټاکل شویو برخو کې ننګرهار پوهنتون سره دوامدارې او صادقانه همکارۍ ته ژمن وي.

د یادې تفاهمنامې لاسلیک پر مهال د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد، د څېړنو آمر پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار او د کونړ پوهنتون یو شمېر نورو مسؤلینو حضور درلود.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu