د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د وخت ارزښت) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۰:۱۱
picture

یاد دیني او علمي سيمینار ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې دایر شو، چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو سربېره په کې د پوهنتون د محصلانو چارو آمر، د جامع  مسجد خطیب، د سيمینار ارایه کوونکي استاد او ګڼ شمېر محصلینو برخه لرله.  
د سيمينار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني د یاد سيمینار د دایرېدو په مقصد، اړتیا او ګټو خبرې وکړې او په کې د محصلینو پراخه حضور باندې یې خوښي وښوده.
نوموړي محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د سيمینار مسایل د عمل په جذبه واوري او تر نورو ملګرو یې ورسوي.
د ننګرهار ولایت د علماوو شورا غړي او اُم العلوم مدرسې مشر شیخ الحدیث مولوي عبدالحی حنفي د سيمینار د ارایې پر مهال د قرانکریم او مبارکو احادیثو په مصداق د وخت قیمت او ارزښت بیان کړ او د یو شمېر انبیاوو، امامانو، اصحابو کرامو، محدثینو او لویو شخصیتونو مثالونه یې وړاندې کړل، چې د دیني احکامو په رسونه او علم خپرولو کې یې د وخت څخه ستره استفاده کړې وه او وخت یې قیمتي ګنلی و.
نوموړي وخت شناسو خلکو ته د دنیوي او اخروي ګټو او انعاماتو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې الله ج په مختلفو قراني ایاتونو کې په وخت او زمانې قسم کړی، چې دا د وخت اهمیت څرګندوي او مسلمانان باید خپل وخت په عباداتو، علم حاصلولو او نورو ته په خیر رسولو سره قيمتي کړي.
د سيمینار په پای کې ګډونوالو ته د وخت ښه مدیریت کولو، علمي او ديني کوښښونو ترسراوي، لمونځ په جمعې سره ادا کولو، نظر حفاظت، کتاب لوستلو، وخت بې ځایه نه تېرولو او نورو برخو کې سپارښتنې وشوې او د هغوی پوښتنې ځواب شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۶:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي خپلې همکارې ادارې وستایلې.

په همدې پار د یاد پوهنځي له لوري په جوړه شوې ستاینغونډه کې، د بېلابېلو امارتي، خصوصي او سکتوري ادارو استازو برخه لرله، چې پر مهال یې د راتلونکو همکاریو پراختیا، د لومړیتوب په اساس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۰:۱۲
Background image

د طب پوهنځي۹۶ تنو فارغېدونکو محصلینو د خپلو پایلیکونو دفاع وکړه او د ترسره کړیو څېړنو پایلې یې شریکې کړې.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي۵۶ مې دورې (۹۶) تنو محصلینو د خپلې تحصیلي دورې د پایلیکونو څخه دفاع وکړه او پر بېلابېلو موضوعاتو د ترسره کړیو څېړنو پایلې یې له اړوندو سکتوري ادارو سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۰:۱۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د وخت ارزښت) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

یاد دیني او علمي سيمینار ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې دایر شو، چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو سربېره په کې د پوهنتون د محصلانو چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu