د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي خپلې همکارې ادارې وستایلې.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۶:۵
picture

په همدې پار د یاد پوهنځي له لوري په جوړه شوې ستاینغونډه کې، د بېلابېلو امارتي، خصوصي او سکتوري ادارو استازو برخه لرله، چې پر مهال یې د راتلونکو همکاریو پراختیا، د لومړیتوب په اساس د څېړنو ترسراوي او کریکولم غني کولو په اړه خبرې او نظریات وړاندې شول.

په یاده غونډه کې د وترنري علومو پوهنځي رهبرۍ سربېره د امارتي او خصوصي سکتورونو مسؤلینو، استازو، مسلکي غړو، استادانو، د پوهنتون منسوبینو او محصلینو ګډون کړی و.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال رضوان الله ممله وال د خپل پوهنځي محصلینو عملي زده کړو، څېړنیزو پروژو زمینه سازۍ او ظرفیت لوړونې برنامو ایجاد په برخه کې د همکارو ادارو له تېرو مرستو او همکاریو مننه وکړه او د هغوی له خوا مختلفو برخو کې د محصلینو روزنې اړوند د ترسره کړیو فعالیتونو یادونه یې وکړه.

نوموړي د محصلینو عملي زده کړو او مسلکي مهارتونو لوړاوي په برخه کې د یادو ادارو هلې ځلې وستایلې او د هغوی همکاري یې قابل قدر او اړینه وبلله. 

د غونډې پر مهال د وترنري علومو پوهنځي استاد او د څېړنې کمېټې مشر پوهندوی دوکتور احمد فرید روان د پریزنټېشن په شکل د غونډې برخه والو ته د همکارو بنسټونو د ملاتړ او همکارۍ په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

 د کرنې اوکانال ریاستونو، افغان طیور امارتي شرکت، ختیځ لبنیاتو او د افغانستان وترنري علومو، د کبانو، شاتو مچیو د روزونکو او پولټري ډاکترانو د اتحادیو مسؤلینو د غونډې په پای کې د محصلینو لپاره په ګټورو څېړنو خبرې وکړې او د کریکولم غني کېدا په موخه یې خپل نظریات وړاندې کړل.

غونډه د همکارو ارګانونو مسؤلینو او استازو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

BACK TO NEWS

User account menu