ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو (OBE-SCL) د تدریسي تګلارو د زده کړې ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۸:۵۴
image

 

یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) په نوښت جوړ او دوه اوونۍ به دوام وکړي، د سپین غر لوړو زده کړو موسسې ۲۲ تنه استادان په کې برخه لري.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل: ننګرهار پوهنتون د هېواد د دویم ستر پوهنیز او اکاډمیک مرکز په توګه خپله دنده او مسؤلیت ګڼي، چې د نویو او ځوانو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره اکاډمیکه مرسته او همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ننګرهار پوهنتون د سپین غر لوړو زده کړو موسسې سره د ګډو همکاریو د تفاهملیک په اساس ژمن دی، چې د نوموړي پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې په خاطر ورته په بېلابېلو برخو کې روزنیز کورسونه دایر کړي.

پوهاند بهسودوال د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو استادانو یې غوښتنه وکړه، چې په فعال ګډون سره د ورکشاپ له مطالبو ګټه پورته کړي او د اړوندو پوهنځیو له نورو استادانو سره يې هم شریک کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز آمر پوهنیار محمد مالیار رحماني نور ویناوال وو، چې د ورکشاپ د محتوا په اړه یې ګډونوالو استادانو ته معلومات ورکړل.

د سپین غرو لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر سبحان الله حمیدي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه، چې تل یې د دوی معنوي او اکاډمیک لاسنیوی کړی او په راتلونکې کې یې هم د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ د روزنې چارې د دوو تنو مسلکي روزونکو پوهنمل دوکتور مسعود موحد او پوهنمل جاوید صاحبزاده له خوا پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۹:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه.

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۹:۱۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د نړیوال علمي ژورنال (NUISJ) اجرائیه بورد مشورتي ناسته وکړه.

 

د یادې کاري ناستې پر مهال د بورد غړو د ژورنال د نشر په شرایطو او په یاده برخه کې د پاتې چارو د ترسراوي په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۹:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

 

په یادو کاري ناستو کې د پوهنتون د مشرتابه سربېره د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو. . .

BACK TO NEWS