ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي او مدیریتي سیستم په هکله درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د لوړو زده کړو محترم وزارت د امارتي محصلانو ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د څانګو او اداري آمرینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د یاد وزارت د معلوماتي او مدیریتي سیستم (ایچ اي ایم ای ایس) په هکله د پوهاوي درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ چې د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې جوړ شوی پر مهال یې ګډونوالو ته د یاد سیستم د نویو زیاتونو، تطبیق لارو چارو او ترې څارنې په هکله روزنه ورکول کېږي.
د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو آمر مولوي سعید الله عمري د جوړ شوي ورکشاپ په موخو، اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د راغلي پلاوي له غړو او ورکشاپ روزونکو مننه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د امارتي محصلانو ریاست اړوند د محصلینو د ډیټابیس آمر انجنیر عبدالسمیع چکري په خپله وینا کې د (ایچ اي ایم ای ایس) معلوماتي او مدیریتي سیستم د اسانتیاوو او عملي کېدو ګټو باندې خبرې وکړې او د هغې په بشپړ تطبیق یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ورکشاپ د روزنې چارې د انجنیر عبدالسمیع چکري، انجنیر سید عین الدین هاشمي او انجنیر اعجازالحق حکیمي له خوا پر مخ وړل کېږي، چې د یاد سیستم اړوند به د ګډونوالو پوښتنې ځواب او ستونزې حل کړي.
