د کادري ازموینې خبرتیا!
ټاکل شوې ده، ننګرهار پوهنتون راتلونکې سه شنبه چې د (۱۴۰۵/ سنبلې/ ۳) نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون طب، کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اقتصاد، غزني پوهنتون طب او عامه اداره، اشنا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو او میهن پوهنتون ستوماتولوژي پوهنځيو د بېلابېلو څانګو کادري ازموینه واخلي. د ازموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، چې په ټاکلې نېټه او وخت ازموینې ته حاضر شي.
یادونه: ازموینه د سهار په اتو بجو د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کمپس کې اخیستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره
