د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې تدریسي بهیر پیل شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۲۰:۵۶
picture

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادب څانګه کې (د انګلیسي تطبیقي ژبپوهنې) ماسترۍ د نوې ایجاد شوې برنامې د تدریسي بهیر پرانیسته وشوه. 

په یاده پرانیستغونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد قاسم هاشمي او د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار سربېره د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤلینو، استادانو او د یادې برنامې محصلینو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال او د فوق لیسانس برنامو آمر پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د یادې برنامې د ایجاد په اهمیت خبرې وکړې او یاده لاسته راوړنه یې د پوهنتون علمي پرمختګ برخه کې مهم ګام وباله.

نوموړي زیاته کړه، چې دا برنامه به استادانو او محصلینو ته د انګلیسي ژبې د مسلکي تدریس او معیاري زده کړې زمینه برابره کړي، چې له مخې به یې د تدریس کیفیت لوړ او د زده کړو اغېزمنتیا زیاته شي.

ښاغلي ناصح استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د برنامې د تدریس کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او محصلینو ته غوره نظري او عملي زده کړې ورکړي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهندوی محمد عارف حازم، د پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د علمي بورد منشي پوهنوال دوکتور نجیب الله صالح او د انګلیسي ژبې د یادې برنامې مسؤل پوهنمل دوکتور فهیم رحیمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د یادې برنامې په ایجاد د خوښۍ څرګندولو تر څنګ یې د غونډې ګډونوالو ته د برنامې په اړه معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون دا مهال د لیسانس او شپې برنامو سربېره د ماسترۍ ۱۰ او د دکتورا ۳ برنامې لري، چې نږدې ۶۰۰ تنه محصلین په کې په زده کړو بوخت دي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۲۰:۵۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د نړیوالو ژورنالونو او علمي مجلو مسؤلینو ددې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه.

د غونډې پر مهال د نړیوالو ژورنالونو او علمي مجلو روانو چارو غوره مدیریت، اعتبار پیاوړتیا، د لوایحو سره سم د چارو ترسراوي، د تحریر هیئت په امتیازاتو، د مقالو منلو او خپرولو پروسې معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۲۰:۵۶
Background image

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې تدریسي بهیر پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادب څانګه کې (د انګلیسي تطبیقي ژبپوهنې) ماسترۍ د نوې ایجاد شوې برنامې د تدریسي بهیر پرانیسته وشوه. 

په یاده پرانیستغونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

د نورستان محصلینو د چاپېریال سمسورتیا په موخه ننګرهار پوهنتون کې نیالګي کېنول.

د نورستان محصلینو علمي او فرهنګي ټولنې د پاک او زرغون چاپېریال تامین په پار د ننګرهار پوهنتون په بېلابېلو برخو کې لسګونه زینتي بوټي او ګلان وکرل او ویې ویل، چې په دې کار سره غواړي په. . .

BACK TO NEWS

User account menu