د ننګرهار پوهنتون د نړیوالو ژورنالونو او علمي مجلو مسؤلینو ددې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه.

د غونډې پر مهال د نړیوالو ژورنالونو او علمي مجلو روانو چارو غوره مدیریت، اعتبار پیاوړتیا، د لوایحو سره سم د چارو ترسراوي، د تحریر هیئت په امتیازاتو، د مقالو منلو او خپرولو پروسې معیاري کېدو او اړوندو برخو کې ملي او نړیوالو اصولو پلي کولو باندې بحث وشو او د یادو نشراتي ارګانونو مسؤلینو سره د لوړو زده کړو وزارت سپارښتنې شریکې شوې.
غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار نړیوال ژورنالونه او علمي مجلې د پوهنتون د څېړنیزو لاسته راوړنو د انعکاس معتبرې سرچینې یادې کړې، چې کولی شي په ملي او نړیواله کچه د پوهنتون اکاډمیک حیثیت خلکو ته روښانه کړي.
نوموړي د غونډې ګډونوالو سره د ننګرهار پوهنتون د ژورنالونو او علمي مجلو اړوند د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تالیف او ترجمې ریاست سپارښتنې شریکې کړې، په تعقیب یې مختلفو برخو کې مسؤلینو ته د اجرااتو لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون نشراتي ادرسونو چارې باید د اصولو په رڼا کې په ټاکلي وخت ترسره شي تر څو د استادانو علمي اثار او تحقیقاتي مواد په ښه بڼه نشر شي.
ښاغلي وقار همدا راز په ټاکلي وخت د مجلو په چاپ او نشر باندې ټینګار وکړ او مسؤلینو ته یې په کارونو کې د همغږي اوسېدو سپارښتنه وکړه.
په یاده غونډه کې د څېړنو او علمي مجلو مرستیال سربېره د علمي مجلو سرپرست آمر، د پوهې، حق، طبي پوهې، کرکيلې، شريعت وړانګې او ادب پوهې علمي مجلو او د سوشل او بایو ساینس په برخو کې د نړیوالو علمي ژورنالونو مسؤلینو برخه لرله.