د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د ننګرهار پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو ۴۰ تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځيو په کچه د ممتازو محصلینو مقامونه اخیستې وو، د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون د غونډو تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رئیس، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو تر څنګ په کې د پوهنځیو رئیسانو، اداري امرینو او ګڼو محصلینو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني غونډې ته د وینا پرمهال وویل، ممتاز محصلین د پوهنتون د علمي حیثیت استازي دي او د هغوی بریاوې او لاسته راوړنې اکاډمیک بهیر غښتلی کوي، چې د هېواد او هېوادوالو لپاره ویاړ ګڼل کېږي.
قدرمن شیخ صاحب محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلو مسلکي زده کړو زیاته پاملرنه وکړي، یو بل سره سالمه علمي سیالي ترسره او د اسلامي احکامو پلي کېدو او د وطن خدمت په لاره کې خپله ځوانه انرژي مصرف کړي.
د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت په خپله وینا کې د اهل علمو په مقام خبرې وکړې او ویې ویل، چې ملتونه او هېوادونه د تحصیل کرده ځوانانو په شتون کې خپلو مادي او معنوي مقاصدو ته رسېدلی شي.
محترم وحدت صاحب زیاته کړه، چې ممتاز محصلین باید خپل استعدادونه د الله تعالی په عبادت، مسلکي ظرفیت لوړونې، اسلام مبارک دين او ملت ته د رښتینې خدمت په لاره کې استعمال کړي، چې د دنیا او اخرت کامیابي ترلاسه کړي.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنیار شیخ محمد ضیاءالله حکیمي په خپله وینا کې ممتاز محصلین د هېواد سرمایه یاده کړه، محصلینو سره یې د اسلامي نظام او لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه د خلوص، شفقت او زیاتې پاملرنې له کبله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې محصلین باید د اوسني نظام او د خپلو والدینو هیلو او ارمانونو تحقق لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون په کچه بېلګه محصل او ۳۹ تنه ممتازو محصلینو ته د پوهنتون رهبرۍ، پوهنځیو رئیسانو او استادانو له خوا چمتو شوي ستاینلیکونه ورکړل شول.