د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون دوو څانګو ته د سولري برښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په لارښوونه او د تدریسي روغتون مسؤلینو په هڅو نسائي ولادي او نویو زېږېدلو کوچنیانو څانګو ته د جرمنۍ مؤسسې (ګاک) په مرسته د نږدې څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت سولري برښنا جوړه شوه، چې د مسؤلینو په وینا د روغتون د یادو وارډونو د برښنا کمښت ستونزه به ورسره هواره شي.
د تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال وايي، د دې پروژې په ترڅ کې د ۱۷۴ ښیښو، ۷۲ بیټریو او ۷ اينورټرونو نصبېدو په پایله کې نسائي ولادي څانګې لپاره ۶۰ کیلو واټه او نویو زېږېدلو کوچینانو څانګې لپاره ۴۵ کیلو واټه برښنا جوړه شوه، چې په نوموړو څانګو کې به د ناروغانو د درملنې او ساتنې وسایل په دوامداره توګه فعال وي او د روغتیايي خدماتو کیفیت به ورسره لوړ شي.
نوموړي همدارنګه د مرستندویه ادارې څخه مننه وکړه او روغتون کې د ورته نورو پروژو د تطبیق او همکارۍ غوښتنه یې ورڅخه وکړه، چې د هغوی له خوا ډاډ ورکړل شو.