د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته ۳ ورځنی دیني او معلوماتي سيمینار پای ته ورسېد.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۲:۴۹
pic

یاد سيمینار، چې پر مهال یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخو له لوري د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د مختلفو دیني او اصلاحي موضوعاتو په اړه بیانونه او پرېزنټېشنونه وړاندې شول، د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د روان سمستر د دیني او علمي سيمینارونو لړۍ وروستی سيمینار و.
د سيمینار د درېیمې ورځې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو او اداري او مالي چارو مرستیالانو سربېره د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د ننګرهار ولایت د علماوو شورا غړو او د ننګرهار پوهنتون د شپږګونو پوهنځیو سلګونو تنو محصلینو برخه لرله.
د سيمینار د وروستۍ ورځې پیل د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په وینا سره وشو او ورپسې د ام العلوم دیني مدرسې مهتمم او مدرس شیخ الحدیث مولوي امیر الرحمن نعماني او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب له خوا ټاکل شوي موضوعات وړاندې شول.
د سيمینار وروستۍ ورځې موضوعاتو ته د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو، کرنې، اقتصاد، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم او ارتباطاتو او انجنیري پوهنځیو مسؤلین، استادان او محصلین رابلل شوي وو.
یاد سيمینار د امام ابوحنیفه (رحمه الله)د دیني تخصصاتو جامعې رئیس مفتي حزب الله الحقاني په دعایې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ۴۳ څېړنو پایلې نندارې ته وړاندې شوې.

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او ارواپوهنې او پیداګوژۍ څانګو ۴۳ تنو محصلینو د خپلو مسلکونو اړوند د ترسره کړیو څېړنیزو پروژو پایلې د پوسټر نندارتون له لارې ګډونوالو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه. . .

BACK TO NEWS

User account menu