د ننګرهار پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۱:۵۰
picture

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه د یو کال لپاره په علمي، تدریسي، څېړنو او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

یاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د تابش پوهنتون رئیس دوکتور خیرمحمد مومند له خوا د زمري په ۳مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې لاسلیک شو.

د تابش پوهنتون رئیس دوکتور خیرمحمد مومند ننګرهار پوهنتون په تاریخي او علمي لحاظ د هېواد دویم ستر پوهنتون یاد کړ او په تېر کې یې له خپلې تحصیلي موسسې سره ددې پوهنتون د مرستو او همکاریو یادونه وکړه.

نوموړي د مننې تر څنګ وویل: خوښ دی، چې له ننګرهار پوهنتون سره د همکارۍ او همغږۍ یو بل پړاو ته داخلېږي او په راتلونکې کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او د تابش پوهنتون مسؤلینو ته یې په اړوندو برخو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړي مجلس کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د تابش پوهنتون د علمي چارو مرستیال محب الله الله یار هم برخه لرله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو کتابدارانو ته د برښنايي کتابتون پېژندنې او کارونې په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تر چتر لاندې د کتابتون امریت په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو د کتابتونونو مسؤلینو ته د انلاین کتابتون پېژندنې، د کارونې مېتودونو، د معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون رئیس د شرعیاتو پوهنځي فوق لیسانس برنامو له روان تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني تېره ورځ مازدیګر مهال د شرعیاتو پوهنځي ماسترۍ او دکتورا برنامو روان تدریسي بهیر له نږدې وڅاره او د مسؤلینو او محصلینو ستونزو اورېدو سربېره یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي محصلینو ته (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي د څلورمو ټولګیو درې ګونو څانګو لسګونو تنو محصلینو ته د دې پوهنځي د استاد او څېړنو کمېټې مسؤل پوهندوی احمد سعید شینواري له خوا د لوړو زده. . .

BACK TO NEWS

User account menu