د طب پوهنځي علمي مجله (طبي پوهه) چاپ شوه

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۲:۳۶
picture

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي علمي ژورنال طبي پوهې ۱۹ مه ګڼه د بېلابېلو طبي مطالبو په لرلو سره چاپ او خپره شوه.

د مسؤلینو په وینا، په دغه علمي، څېړنیزه درې میاشتنۍ مجله کې د طب پوهنځي د بېلابېلو څانګو د علمي کادر غړو او استادانو ۱۹ علمي او څېړنیزې مقالې خپرې شوي، چې زیاتره یې پر طبي موضوعاتو راڅرخي.

په یاده طبي مجله کې د روغتیايي خدمتونو معیاري کېدو، ناروغیو تشخیص، پېژندنې، درملنې لارو چارو او په روغتیايي برخه کې د تازه پرمختګونو او ترسره شویو څېړنو اړوند معلومات او مقالې خپریږي.

ننګرهار پوهنتون د پوهې، حق، طبي پوهې، کرکيلې، شريعت وړانګې او ادب پوهې په نومونو شپږ علمي مجلې او د بایو ساینس په برخه کې یو نړیوال علمي ژورنال لري، چې ددې پوهنتون د استادانو علمي او څېړنیزې مقالې چاپ او د پوهې مينه والو ته رسوي. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته ۳ ورځنی ديني، علمي او اصلاحي سيمینار پیل شو.

یاد سيمینار، چې پر مهال به یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو په هکله بیانونه او معلومات وړاندې شي، د ننګرهار پوهنتون د دعوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نویو معیارونو د تشریح دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو محترم وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو او دیني تخصصاتو جامعې مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو کتابدارانو ته د برښنايي کتابتون پېژندنې او کارونې په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تر چتر لاندې د کتابتون امریت په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو د کتابتونونو مسؤلینو ته د انلاین کتابتون پېژندنې، د کارونې مېتودونو، د معلوماتو. . .

BACK TO NEWS

User account menu