د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته په جزایي قضیه کې د ابتدائیه محکمې تمثیل وړاندې شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۲:۴۱
picture

په یاده تمثیلي غونډه کې، چې د شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه (رح) د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، محصلینو د محکمې چارو عملي ترسره کولو په برخه کې مختلف کردارونه ادا کړل او له دې کار څخه موخه دا وه، چې محصلین حقوقي او قضائي مسایل په عملي توګه وپېژني او د محکمې د پروسې په هکله تجربه ترلاسه کړي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي ۳۶ تنو محصلینو ته یاده برنامه د محصلانو خدمتونو انسجام امریت اړوند حقوقي کلینيک عمومي مدیریت له خوا د ۳ میاشتو نظري او عملي زده کړو په پای کې د استاد پوهندوی صفي الله صالح عربزي په لارښوونه وړاندې شوه.

د برنامې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي تمثیلي محکمې ترسره کول د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو د عملي تدریس یوه مهمه برخه وبلله او زیاته یې کړه، چې دا ډول تمثیلونه کولی شي محصلینو ته د محاکمو د پروسې، قانوني مسایلو او استدلال کولو اړوند مهارتونه ور زده کړي.

نوموړي د برنامې له چمتو کوونکو او لارښود استاد څخه د یاد ګټور اقدام له کبله مننه وکړه او راتلونکي کې یې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د مسلک اړوند د ورته برنامو جوړولو او عملي زده کړو پراختیا باندې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د محصلانو چارو مرستیال سربېره د یاد پوهنځي یو شمېر استادانو، د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو او محصلینو  ګډون کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu