د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.
د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس، د محصلانو چارو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې مسؤلینو، استادانو، آمرینو او د فارغانو د کورنیو غړو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهندوی علي احمد بهار د ښه راغلاست وینا پر مهال د فارغانو په علمي لاسته راوړنو، هڅو او زیار خبرې وکړې او سپارښتنه یې ورته وکړه چې ترلاسه کړې پوهه د خلکو ستونزو حل او د وطن روښانه راتلونکي لپاره په اغېزناکه توګه وکاروي.
د غونډې پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني فارغو مسلکي کادرونو او کورنیو ته یې مبارکي وویله او د لوړو زده کړو او علم په ارزښت یې خبرې وکړې.
نوموړي فارغان راتلونکو مسؤولیتونو ته متوجه کړل او ټینګار یې وکړ، چې د یوې ټولنې پرمختګ، عزت، عدالت او تلپاتې ثبات د علم، څېړنې او مسلکي متخصصو کادرونو پر مټ تأمینېږي، چې باید په پوره اخلاص او ژمنتیا کار وکړي.
د امام ابوحنیفه دیني تخصصاتو جامعې رئیس مفتي عبدالوارث بسام او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور محمد مصطفی نیازی د غونډې نور ویناوال وو، چې فارغانو ته اړینې لارښوونې وکړې او هغوی یې لا زیاتو اکاډمیکو او تخصصي زده کړو ته وهڅول.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون رهبرۍ، راغلو مېلمنو او استادانو له خوا فارغانو ته د فراغت تصدیقونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون دا مهال د لیسانس او شپې برنامو سربېره د ماسترۍ ۱۰ او د دوکتورا ۴ برنامې لري، چې نږدې ۶۰۰ تنه محصلین په کې په زده کړو بوخت دي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
