د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
انځور

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په اساس او د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو ترتیب شوې وه، چې په ترڅ کې یې د مجربو استادانو له خوا محصلینو ته د کمپیوټر (MOS) برنامې تدریس او روزنه ورکړل شوه.
د کورس څخه فارغو محصلینو ته د پوهنتون په جامع مسجد کې فراغت غونډه جوړه شوې وه چې پر مهال یې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس مولوي فضل کریم صدیقي، د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد او نورو مسؤلینو له خوا فارغو محصلینو ته سندونه او جوایز ورکړل شول.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu