دطب پوهنځي د کادر بست اعلان!
((دننګرهار پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا))
دننګرهار پوهتون ددوهم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳ هـــــــ ش کال لپاره د دوکتوراو ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتيا لري:
- دطب پوهنځي د فزيالوژي څانګې (۱)بست
داوطلبان کولای شي ، چې د ۷/۷/۱۴۰۳ هــــــــ ش نېټې څخه تر ۱۷/۷/۱۴۰۳ هـــــــ ش نېټې پورې ياد علمي کادر بستونو ته د نوم لېکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکريپټ او د وزارت له ويب پاڼې څخه دهمدې اعلان کاپي چې (دلوړو زده کړو وزارت دنشراتو رياست يا د ياد پوهنتون لخوا تائيد وي) او د خپلې پېژندپاڼې له کاپي سره يو ځای د ننګرهار پوهنتون د علمی چارو معاونيت اړوند د استاذانو چارو آمريت ته وسپاري.
دفزيالوژي څانګې ماخذونه:
- د انډوکراين، زړه، رګونو او پښتورګو فزيالوژي، مولف: پوهاند احسان الله احسان.
- د وينې، حجرو، هضمي او تنفسي سيستم فزيالوژي. ولف پوهنوال جنت مومند.
- د ځانګړو حيسونو، پوستکي اتونوميک او مرکزي عصبي سيستم فزيالوژي، مولف: پوهنوال محب الله شينواری۱۳۹۶.
- Guyton & hall textbook of medical physiology 14th edition.