ننګرهار پوهنتون کې د کتابونو او قلم په شکل د جوړ شوي څلي پرانیسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون او سلام پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه!

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي فراغت غونډې یوه څنډه!

د ننګرهار پوهنتون د رئيس پيغام

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

شيخ انعام الله مدني

د ننګرهار پوهنتون رئيس

 

 

 

تازه خبرونهنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۶:۱۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې۳۰۰ تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د درې میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
د کمپیوټر زده کړې د یاد کورس څخه فارغ شوي محصلین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د یو تفریحي پارک د جوړېدو چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.

یاد پارک د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام او د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست په ګډو هلو ځلو د درې سوه زرو (۳۰۰،۰۰۰) افغانیو په مالي لګښت د یوې میاشتې په موده کې جوړیږي.

د ننګرهار پوهنتون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۲۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ ددې پوهنتون د طب پوهنځي له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو د طب پوهنځي روانې علمي، تدریسي او اداري چارې له نږدې ولیدې او مسؤلینو ته یې د چارو سمون او لا زیات مؤثریت اړوند لازم. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

ساينس پوهنځی

شرعیاتو پوهنځی

اقتصاد پوهنځی

د ژبو او ادبياتو پوهنځی

ښوونې او روزنې پوهنځی

کرنې پوهنځی

انجينري پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

پېښېټولې پېښې

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

دننګرهار پوهنتون د تهيه تدارکاتو او خدماتو آمريت خبرتيا:

د ننګرهار پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي  په داخل کې، دکانتين لپاره (6x5) متره مربع ځمکه په کرايه ورکوي، هرهغه څوک چې د دغې کانتين د نيولو خيال لري، د اعلان د نشر څخه وروسته تر ۱۴۰۳/۸/۵ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

دننګرهار پوهنتون د تهيه تدارکاتو او خدماتو آمريت خبرتيا:

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي تدريسي روغتون په داخل کې، يو باب کانتين په کرايه ورکوي، هرهغه څوک چې د دغې کانتين د نيولو خيال لري، د اعلان د نشر څخه وروسته تر ۱۴۰۳/۸/۵ هـــــــ ش نېټې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۳۶
Background image

دننګرهار پوهنتون د تهيه تدارکاتو او خدماتو آمريت خبرتيا:

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي په داخل کې، يو باب کانتين په کرايه ورکوي، هرهغه څوک چې د دغې کانتين د نيولو خيال لري، د اعلان د نشر څخه وروسته تر ۱۴۰۳/۸/۵ هـــــــ ش نېټې پورې خپلې عريضې . . .

کارموندنه نور دلته

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۰
Background image

دطب پوهنځي د کادربستونو اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بستونو ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ترانسکرېپټو د وزارت له وېبپاڼې څخه د همدې اعلان . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۱۷
Background image

دعامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي د علمي کادر بست اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بست ته، دنوم لېکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر تع دشموليت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ترانزکرېپټ ، دوزارت له ويب سايټ څخه د همدغې اعلان . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

دکرنې پوهنځي د اګري بزنس څانګې د کادر بست خبرتيا!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته دشموليت فورمه ) ډکې، په مــــلي ژبه د نمرو اصل ترانسکرېپټ، او د لوړو زده کړو وزارت د ويب پاڼې . . .

User account menu