د ننګرهار پوهنتون په مختلفو ساحو کې د ترميماتو پروژې د دواوطلبۍ خبرتيا!
Event dates
Event dates -
د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون په مختلفو ساحو کې د ترميماتو پروژه د دواوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د تدارکاتو آمريت څخه دې د شرطپاڼې يو نقل کاپي ترلاسه کړي.
د اعلان د نشر څخه (۱۰) کاري ورځې وروسته دې خپل آفر د شرطنامې ، تدارکاتو قانون او طرزالعمل له مخې مهر او بند(سربسته) د تدارکاتو آمريت، ننګرهار پوهنتون، کابل جلال اباد عمومي سرک اوومه ناحيه، جلال اباد، افغانستان موقعيت لري وسپاري ، هغه آفر چې ناوخته راورسېږي يا د انټرنټ له لارې استول شوی وي نه منل کېږي.
د آفر پرانستې (افر ګشايي ) مجلس به د اعلان د نشر څخه وروسته په (۱۱) کاري ورځ د سهار په (۱۰) بجو د ننګرهار پوهنتون رياست مقام کې دا ئيرېږي.
