ننګرهار پوهنتون کې د ښوونکو بستونو کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي غونډه جوړه شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۵ - ۹:۱۴
Image

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د پوهنتون مرستیالانو، د ځینو پوهنځیو رئیسانو، د استادانو چارو، محصلانو چارو، اړیکو او نشراتو، خدماتو او د لیلیو مسؤلینو برخه لرله.

د مجلس پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال اړوندو مسؤلینو ته د کانکور د راتلونکې ازموینې لپاره د اړینو تدابیرو نیولو او لازم چمتووالي سپارښتنه وکړه.

د کارتونو وېش، بایومتریک او ازموینې لپاره د مناسبو محلونو جوړول، د ممتحنو استادانو ټاکل، امنیت او خوندیتوب، صحي ټیمونو ګمارل، ترانسپورت، له رسنیو د کانکور اړوند خبرتیاوو او معلوماتو خپرول هغه موضوعات وو، چې په غونډه کې پرې بحث او خبرې وشوې.

د ازموینو ملي ادارې له پلان سره سم د ننګرهار ولایت د ښوونکو بستونو کانکور ازموینې د کارتونو وېش او بایومتریک پروسه به راتلونکې شنبه، یکشنبه او دوشنبه د چنګاښ په (۲۵، ۲۶، ۲۷مه) نېټه او د کانکور ازموینه به د سه شنبې، چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو د چنګاښ په (۲۸، ۲۹، ۳۰، ۳۱مه) نېټه په ننګرهار پوهنتون کې واخیستل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۴:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د ماسترۍ دورې محصلینو له روانو څېړنیزو پروژو لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ننګرهار پوهنتون ته په خپل کاري سفر کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په ملتیا د کرنې پوهنځي د ماسترۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۳:۵۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره په دې پوهنتون کې د اسلامي ثقافت په اړه د جوړېدونکي ملي کنفرانس په اړه مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه سره (د هېواد په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت تدریس، ارزښت او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۲:۵۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.

په نوموړي نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د ماسترۍ برنامې محصلینو د خپلو ترسره کړو ۳۰ څېړنو پايلې، چې د ننګرهار،کونړ او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې یې. . .

BACK TO NEWS

User account menu