ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۲:۵۹
picture

په نوموړي نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د ماسترۍ برنامې محصلینو د خپلو ترسره کړو ۳۰ څېړنو پايلې، چې د ننګرهار،کونړ او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې یې په غله جاتو او حبوباتو ترسره کړې وې، د څېړنيز پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې کړې.
یاد نندارتون د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي پارک کې جوړ شوی و،چې ددې پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د یاد وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس، د ننګرهار د چاپېریال ساتنې، وادي کرنیز امارتي شرکت او کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو مسؤلینو او د بېلابېلو خصوصي مؤسساتو استازو په کې ګډون کړی و.
د نندارتون د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د علمي څېړنو د ترسراوي په ارزښت خبرې وکړې او د څېړونکو محصلینو هڅې یې وستایلې.
نوموړي وويل: علوم له تحقیق سرچینه اخلي او دا د پوهنتونونو دنده ده، چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه څېړنې وکړي او پایلې یې له اړوندو سکتوري ادارو او بنسټونو سره شریکې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپله وینا کې د هېواد د پوهنتونونو په کچه د څېړنو پر اوس مهالي وضعیت خبرې وکړې او د هغې د ښه والي او بهبود لپاره یې د خپلو پلانونو او پروګرامونو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي د پوهنتون د مشرتابه او کرنې پوهنځي د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ استادانو او محصلینو ته د اصولو سره سم د څېړنو د ترسراوي سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په یاده برخه کې به ورته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. 
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې آمر پوهندوی دوکتور عصمت الله دُراني په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون فوق لیسانس برنامو او جوړ شوي پوسټر نندارتون په اړه معلومات وړاندې کړل او په څېړنیزه برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت د ملاتړ او هلو ځلو ستاینه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي، د کرنې پوهنځي رئیس پوهنوال دوکتور رشاد احمد شېرزاد،د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي مُحسن د غونډې نور ویناوال وو، چې د محصلینو د ترسره کړیو څېړنو د محتوا او کړنلارې په اړه یې خبرې وکړې او برخه والو ته یې ډاډ ورکړ، چې ټولې څېړنې د علمي اصولو سره سمې ترسره شوي او پایلې به یې د اړوندو سکتوري ادارو سره د ستونزو د حل په موخه شریکې کړي.
په پاى کې څېړونکو محصلینو د غله جاتو،حبوباتو او لبنیاتو په اړه د خپلو ترسره کړو څېړنو پایلې د پوسټر پریزنټېشن له لارې د غونډې برخوالو سره شریکې کړې.
د یادونې وړ ده، چې د یاد نندارتون په څنډه کې د ننګرهار پوهنتون رئیس د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ادارو مسؤلینو سره د ګډو همکاریو تفاهملیکونه لاسلیک کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu